خبرونهنړۍ

کانګو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې۱۰۷تنه مړه شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د رويټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې د کانګو جمهوریت لویدیځه برخه کې یوې کښتۍ په سیند کې اور اخیستی چې له امله یې لږترلږه ۱۰۷ مسافر مړه شوي دي.

رويټرز خبري اژانس په خپل راپور کې زیاته کړې چې، کښتۍ د لوکولېلا ولسوالۍ مالانګه کلي ته نږدې د کانګو په سیند کې اور اخیستی چې له امله یې ۱۴۶ مسافر نور هم په سیند کې ډوب او ورک شوي دي.

چارواکي وايي چې پاتې ۲۰۹ مسافر ژغورل شوي او د کښتۍ اور د سیند د غاړې ۱۵ کورونه هم سوځولي دي.