
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د پاکستاني پوځ پر کاروان برید کې ۱۶ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې دې برید کې ۱۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
پاکستاني چارواکو د دوی پر کاروان شوی برید منلی دی.
د برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک منلی دی.
ټي ټي پي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دغه پاکستاني پوځي کاروان یې وسلې او تجهیزات هم ترلاسه کړي دي.
له دې وړاندې هم پاکستاني طالبانو په سوات کې ۱۶ پاکستاني پوځیان وژلي وو.
پاکستان کې په دې وروستیو کې نا امني تر بل هر وخت زیاته شوې او له خلکو یې د آرام ژوند اخیستی دی.