
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ننګرهار ولایت په «چپرهار» ولسوالۍ کې د دېوال نړېدو له امله دوه ماشومان مړه او اووه کسان نور ژوبل شوي دي.
ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه تېر ماښام د چپرهار ولسوالۍ په «هدیاخېلو» کلي کې شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې په پېښه کې د «رحمن الله» په نوم د یوه کس د کورنۍ غړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: “پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د رحمنالله نومي استوګن د کورنۍ غړي د نوي جوړ شوي دیوال تر څنګ ناست وو. نوموړي دیوال په یوه ورځ کې څو متره لوړ کړی و، چې د همدغې کمزورتیا له امله د ماښام پر مهال راپرېوت.”
طالب مسوولینو دا هم ویلي چې تر پېښې وروسته ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.