افغانستاناقتصادخبرونه

د طالبانو د اقتصاد وزیر افغانستان سره د نړیوالو مرستو پر زیاتېدو ټینګار کړی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزیر دین‌محمد حنیف د خوړو نړیوال پروګرام له مرستیالې رانیا الداش او افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام له مشر جان ایلیف سره لیدلي.

یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې حنیف طبیعي پېښو کې زیانمنو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د بشري مرستو د دوام او د پراختیايي مرستو په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر تمرکز ټینګار کړی.

حنیف دغه لیدنه کې د بندیزونو لرې کېدل او د افغانستان د کنګل شتمنۍ ازادېدل د خصوصي سکټور د ستونزو د حل، بهرنیو پانګونو د جلب او د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره مهم بللي.

هغه د راستانه شوو افغان کډوالو په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر ونډې او ملاتړ هم ټینګار کړی.

بل لورته د خوړو نړیوال پروګرام مرستیالې ویلي، نړیوالو مرسته‌کوونکو ته به د افغانستان د اړتیاوو روښانه انځور ورسوي، څو د انکشافي مرستو له لارې د اوبو کانالونو جوړول، د ښوونځیو تاسیس، د ټولنیزو خدمتونو پراختیا او د مسلکي او حرفوي زده‌کړو پروګرامونه عملي شي.

افغانستان کې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام WFP مشر هم افغانانو سره د مرستو ډاډ ورکړی دی.

دا ناسته داسې مهال کېږي چې، تازه ملګرو ملتونو تازه راغلو کډوالو ته د مرستو د وېش لړۍ ځنډولې او دلیل دا ښودلی چې طالبانو کاري ساحې ته د دوی د ښځینه کارکوونکو د ورتګ مخه نیولې ده.