افغانستانخبرونهراپورونه

پر سړکونو د طالبانو نابلده ډریوري او د خلکو بېلابېل روایتونه

کابل ټیلیګراف – ۲۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

یو شمېر کابل ښاریان وایي، ډیری طالبان په ترافیکي اصولو نپوهېږي، پر عمومي سړکونو ډریوري کوي او د پېښو پر مهال سره له دې چې ملامت هم طالبان وي، بدماشي کوي او ان کله کله خلک هم ډبوي.

دغه کس غوښتنه کوي چې د ترافیکو ریاست د خلکو دغې ستونزې ته پام وکړي.

وروسته له هغې چې په ۱۴۰۰ کال کې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شول، له بېلابېلو ولایتونو طالبانو کابل ته راغلل، ځینې یې همدلته مېشت دي او ډیری یې بیا په بېلابېلو دولتي ادارو کې دندې لري.

دوی په کابل ښار کې، پرته له دې چې په ترافیکي اصولو وپوهېږي، دولتي موټر، په خاص ډول رینجرې، چلوي او ډیری وخت داسې پېښې شوي دي چې په ترافیکي پېښو کې یې یا ځانونه او یا هم نور خلک ژوبل کړي دي.

د خلکو بېلابېل روایتونه

د کابل ښار ارزان قیمت سیمې یو اوسېدونکی وایي، میاشت وړاندې بتخاک څلور لارې سره یې ماښام د طالبانو یوه دولتي موټر سره ټکر کړی و.
هغه وایي: «ماښام و، دروازه یې ووهله، ښیښه مې ماته شوه او درې کسان مسلح ترې را ښکته شول چې ولې د سړې غوندې نه ځې. ما ورته وویل چې زه خو ګوښه ګوښه روان وم او ملامت خو تاسو یاست، نو راته یې وویل چې اجل دې راغلی دی، د نه سړي زو. ما ورته وویل، تاوان مې راکړئ او دوی را څخه همداسې سپارله شول او ولاړل.»

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی برکت‌الله وایي: «څه موده مخکې په عبدالحق څلور لارې کې د طالبانو یوه دولتي موټر زما د موټر عقب شیشه ووهله، شاته هم یو څلور پنځه مسلح کسان ورسره سپارل وو، او له ټکر سره جوخت ټول را ښکته شول. ما خبره په خندا تېره کړه او همداسې ترې روان شوم.»
دی وایي، د تاوان د حق غوښتنه یې هیڅ مطرح نه کړه او که چېرې یې دا کار کړی وی نو هرو مرو به یې ډبولی هم و.

یو طالب چارواکی هم وایي: «ډیر وخت له ما سره موټروان وي، یوه ورځ هغه رخصت وم، یوزای فاتحه وه، رینجر مې خپله راوباسله، ما ویل راځه توکل په خدای ج، فاتحه مو کړه، خو کله چې کور خوا روان وم، څلور ښځې د سړک پر غاړه روانې وې، موټر را څخه بې لارې شو او رینجر ولاړه څلور واړه مې په عقیب شیشه ووهلې او لاندې یوه ویاله وه، ټولې هلته ور وغورځېدلې. ما نور له شرمه هیڅ غږ ونه کړل او همداسې ترې ولاړم، خو ژوبل شوې.»

د کابل ښار د خیرخانې سېمې یو بل اوسېدونکی هم وایي چې په کابل ښار کې اوس مهال ډیری د تورو ښیښو، بې پلیټه او بې اسناده موټر ګرځي، چې ډیری یې د طالبانو اړوند دی.
دی وایي چې په همدې موټرو کې نوي ځوانان طالبان ناست وي او تل سره له دې چې ملامت هم هغوي، خو له خلکو سره بد چلند کوي.
هغه زیاتوي چې ممکن یاد کسان دندې ونه لري، خو په یوه ډول له اوسني نظام څخه ګټه اخلي او د ترافیکو ریاست دې دغې ستونزې ته پام وکړي.

د یادونې ده چې د لویو لارو په اوږدو کې هم لسګونه ورته پېښې شوي دي او طالبانو د ترافیکي اصولو د مراعاتولو له امله هم ځان او هم نورو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.