خبرونهنړۍ

منځني ختیځ کې تاوتریخوالی؛ د سعودي عربستان هوايي دفاعي سیستم فعال شوی

کابل ټیلیګراف – ۲۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د ټولنیزو رسنیو فعالانو خبر ورکړی چې د سعودي عربستان هوايي دفاع سیستم فعاله شوې ترڅو د مدینې منورې په آسمان کې یو ناڅرګند شی تعقیب کړي او د چاودنې غږ هم اورېدل شوی دی.

په پراخه کچه خپرو شویو انځورونو کې د شپې په آسمان کې د چاودنې پېښې او د رڼا شغلې خپرېدل لیدل شوي، چې د هوايي دفاعي سیسټمونو د فعالیت سره ورته دي

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو دا چاودنه د هغه توغندي د تعقیب له امله بللې چې د یمن انصارالله ډلې د اسرائیلو په لور توغولی و.

تر اوسه سعودی عربستان رسماٌ د دغه اقدام په اړه څه ندي ویلي.