
کابل ټیلیګراف – ۲۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
په کابل کې د بایسکل چلولو انتخابي سیالۍ ترسره شوې چې په ترڅ کې ۲۵ بایسکلچلوونکو د هېواد د بایسکل چلولو ملي لوبدلې ته لاره ومونده.
د طالبانو تر واک لاندې د هېواد د المپیک او سپورټ ملي کمېټې اعلان کړی چې د بایسکل چلولو انتخابي سیالۍ د سړک او غرني ټایم ټرایل په برخو کې د کابل په «امید سبز» ښارګوټي کې ترسره شوې.
دوی زیاته کړې، له دغه سیالیو څخه ۲۵ بایسکلچلوونکو د ملي لوبډلې لپاره لاره پیدا کړه.
ټاکل شوې چې دغه لوبغاړي په راتلوونکې له هېواده بهر د افغانستان استازولي وکړي.