خبرونهنړۍ

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی د افغانستان له سفیر سره لیدلي

کابل ټیلیګراف – ۲۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی علي امین ګنداپور په اسلام‌آباد کې د افغانستان د حکومت له سفیر محمد سردار احمد شکیب سره لیدلي.

هغه د افغانستان سفارت ته ورغلی او د وروستي زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ، له سردار احمد شکیب سره د دواړو خواوو د اړیکو پیاوړتیا، د خلکو د تګ‌راتګ اسانتیاوو، اقتصادي همکارۍ پراختیا او د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان سفیر د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت د ملاتړ مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د متقابل احترام او عملي همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ  او د افغان مهاجرینو او مسافرینو لپاره یې د نورو اسانتیاوو غوښتنه یې وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي ویلي، که پاکستان حکومت ورته پاسپورټ ستونزه حل کړي، نو کابل کې به د طالبانو سره د ټي ټي پي په اړه خبرې اترې وکړي.