خبرونهنړۍ

سوشیلا کارکي د نیپال د موقتي حکومت لومړۍ وزیره شوه

کابل ټیلیګراف – ۲۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د نیپال د سترې محکمې پخوانۍ مشره سوشیلا کارکي، د دې هېواد د موقتي حکومت د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه.

هغه د نیپال په تاریخ کې لومړنۍ ښځه ده چې دا مقام ترلاسه کوي.

 د رسمي اعلان له مخې، د نپال پارلمان منحل شوی او نوې سراسري ټاکنې به د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۵مه ترسره شي.

د نیپال مخکینی حکومت وروسته له هغې ړنګ شو، چې عامو خلکو د حکومت له لورې په ټولنیزو رسنیو د بندیزونو په غبرګون کې لاریونونه پیل کړل.

د دې لاریونونو له امله لسګونه کسان مړه او ټپيان شول.