
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د پیسو نړیوال وجهي صندوق یا IMF په پاکستان کې د وروستیو سختو زیانمنو سېلابونو لګښتونه او د دغه هېواد د راتلونکي ۲۰۲۶ کال د بودیجې انعطاف څېړي.
د جون میاشتې را وروسته پاکستان کې بارانونو او سېلابونو شاوخوا ۹۷۲ کسان وژلي.
په دې موده کې زرګونه کورونه، کرنیز ځمکې او څاروي له منځه تللي او سېلابونه اوس د پنجاب تر څنګ سند ته هم رسېدلي، چې د خوړو بیې لوړې او د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتوي.
چارواکي وایي، د IMF هدف دا دی چې وګوري د پاکستان بودیجوي جوړښت څومره انعطاف لري او ایا د مالي پالیسیو په مرسته د خلکو ژوند ژغورل، بیارغونه او اقتصادي ثبات خوندي کیدای شي که نه.
د می په غونډه کې د IMF بورډ پاکستان ته د ۱.۴ میلیارده ډالرو تازه قرض منظور کړی و، چې د اقلیم د بدلون او طبیعي ناورینونو پر وړاندې د هېواد اقتصادي وړتیا پیاوړې کړي.