خبرونهنړۍ

لندن کې د کډوالو ضد پراخ لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د لندن په مرکز کې د «ټامي رابینسون» له لوري تنظیم شوې د کډوالو ضد پراخ لاریونونه له پولیسو سره د تاوتریخوالي لامل شوي.

دغه لاریونونه د برېتانیا ترټولو پراخ لاریونونه بلل شوي له ۱۱۰ زرو ډېرو کسانو په کې ګډون کړی او لږ تر لږه ۲۵ کسان نیول شوي دي.

د لندن میټروپولیټن پولیسو ویلي چې پر افسرانو د شیشو او نورو شیانو برید شوی او ۲۶ افسران ټپیان شوي، چې څلور یې د سختو ټپونو له امله روغتون ته وړل شوي دي.

لاریونونه د «واټرلو پل» ته نږدې پیل شوي او لاریونوالو په وایټ هال کې د حکومتي دفترونو په لوري خوځېدلي وو.

د دغه لاریونونو تنظیم‌کوونکي «ټامي رابینسون» کډوال په محکمو کې د برتانوي اتباعو په پرتله د ډیرو حقونو په درلودلو تورن کړي او ټینګار یې کړی: “هغه برتانوي خلک چې دا هیواد یې جوړ کړی اوس د دوی له حقونو څخه محروم دي.”