خبرونهنړۍ

نیوزیلېنډ او جرمني کې د فلسطینیانو په ملاتړ لویې لاریونونه شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال 

د را پورونو له مخې؛ د جرمني او نیوزیلنډ په هېوادونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ پراخه لاریونونه شوي او په اسرائیلو یې د بندیزونو غوښتنه کړې.

د جرمني پلازمېنه برلین کې د لاریون پر مهال لاریونوالو په غزه کې د نسل‌وژنې د درولو غوښتنه وکړه.

د را پورونو له مخې؛ دغه راز په نیوزیلېنډ، جرمني، هسپانیې او د اسرائیلو په پلازمېنه تل ابیب کې زرګونو کسانو د غزې د جګړې د درولو غوښتنه وکړه.

د نیوزیلېنډ په آکلینډ ښار کې زرګونو کسانو د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون وکړ او د فلسطین بیرغ په پورته کولو سره یې پر اسرائیلو د بندیزونو غوښتنه وکړه.