خبرونهنړۍ

په غزه د اسرائیلو تازه بریدونو کې ۵۰ تنه وژل شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال 

د را پورونو له مخې؛ په غزه د اسرائیلو په تازه بریدون کې ۵۰ تنه نور فلسطینیان وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د الجزیرې تلویزیون د خبر له مخې؛ په غزه کې د اسرائیلو الوتکو هر ۱۰ څخه تر ۱۵ دقیقو پورې د بې‌کوره فلسطینیانو پر پناځایونو بریدونه کړي، او زیاتره خلکو ته خوندي ځایونو ته د تګ وخت هم ندی ورکړل شوی.

بلخوا د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزې تړانګه کې د لوږې او سوء تغذیې له امله دوه کسان مړ شوي دي.

په غزه کې د لوږې او سوء تغذیې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۲۲ تنو ته رسېدلی، چې له دې شمېرې ۱۴۵ یې ماشومان دي.

د فلسطیني رسنیو په وینا، اسرائیلو په غزه کې د نسل‌وژنې لپاره ۸ میلیارده ډالره بودیجه تصویب کړي دي.