
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي رئیس ذاکر جلالي ویلي، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې هیڅ جدي خنډ نشته، چې حل ونه لري.
هغه په خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې کابل ته د امریکايي پلاوي سفر د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو د یوه نوي او جدي پړاو پیل نښه ده؛ هغه پړاو چې کولای شي د لا زیاتو تفاهماتو او همکاريو لپاره زمینه برابره کړي.
جلالي د امریکا د پخواني مذاکرهکوونکي زلمي خلیلزاد حضور په دې پلاوي کې یو مثبت ګام بللی او زیاته کړې یې ده، چې خلیلزاد کولای شي د کابل او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو په اسانولو کې مرسته وکړي.
د جلالي په وینا، خلیلزاد د اوسني حکومت له استازو سره د دوو کلونو “بریالي” مذاکراتو تجربه لري، چې دا تجربه کولای شي د اوسنیو خبرو اترو د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.