
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د البانیا لومړي وزیر اعلان وکړ، چې یو د مصنوعي ځیرکتیا روباټ د هغه د کابینې د نوي وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
د دې اقدام سره، البانیا په نړۍ کې لومړنی هېواد دی، چې د وزیرۍ په کچه له مصنوعي ځیرکتیا سیسټم څخه کار اخلي.
دا روباټ د دولتي تړونونو د مدیریت او خصوصي شرکتونو ته د ورکړې پروسې د څارنې مسوولیت لري او د دولت د هڅو یوه برخه ده، چې هدف یې د شفافیت زیاتول، د فساد کمول او د پیسو مینځلو پر وړاندې مبارزه ده؛ هغه ستونزه چې د البانیا د اروپايي اتحادیې د غړیتوب پر لاره کې یو له اصلي خنډونو څخه شمېرل کېږي.
تر دې وړاندې مصنوعي ځیرکتیا د انسان په څېر په بېلا بېلو برخو کې پر دندو ګمارل شوي دي.