
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
لوګر کې د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د تېر کال په پرتله سږ کال د انګورو حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی.
د دغه ریاست د کرنیزو چارو آمر محمد رفیع ابراهیمي رسنیو ته ویلي چې، لوګر کې سږ کال نږدې ۳۷ زره ټنه د انګورو حاصلات ترلاسه شوي.
ابراهیمي د انګورو په حاصلاتو کې د زیاتوالي مهم لاملونه ښه اقلیمي شرایطو، ډاډمن امنیت او بڼوالو ته د عامه پوهاوی پروګرامونو او نویو باغونو جوړول بولي.
د هغه په خبره، تېر کال لوګر کې د انګورو ۱۹۶۷ هکتاره باغونو شتون درلود چې ورڅخه ۳۲ زره متریک ټنه حاصلات ترلاسه شوی وو.
اخوا د لوګر د انګورو بڼوال هم مني چې د انګورو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
دوی ټینګار کوي چې په دغه ولایت کې سږ کال د انګور بازار سوړ دی او بڼوال د خپلو محصولاتو لپاره د مناسب بازار نشتون سره مخ دي.