افغانستاناقتصادخبرونه

د غور – هرات عمومي سړک د بیارغولو چارې پیل شوې

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د غور – هرات عمومي سړک د بیارغولو چارې پیل شوې. د مالوماتو له مخې دغه سړک د ۱۶ کیلومترو په اوږدوالي او ۷ مترو په سور د طالبانو د ټولګټو وزارت له بودجې جوړېږي.

په یاد ولایت کې د طالبانو د ټولګټو چارو رئیس مولوي عبدالکریم ابو شعیب ویلي، چې د غور ــ هرات د عمومي سړک په جوړولو به ۲۷ میلیونه ۵۵۳ زره ۶۵۵ افغانیو په لګښت راشي.

د نوموړي په وینا، دغه سړک ۱۶ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره سور لري او ورسره د ۴۵۶ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال جوړول هم شامل دي.

د سرچینې په خبره د دغه سړک چارې به د ۵ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
په ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکي او موټر چلوونکي د یادې لارې د بیارغولو په چارو خوښي څرګندوي او وایي، چې د دغه سړک په رغولو سره به ورته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.