د هند او پاکستان کرکټ لوبه، که سیاسي ډګر؟

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ۲۲۰۵ کال د اسیا جام سیالیو په لړ کې تېره شپه هندۍ لوبډلې پاکستان ته په اووه ویکټو ستره ماته ورکړه، خو په دغې لوبې کې د کرکټ اصولو پر خلاف داسې کړنې وشوې، چې سیاسټ سره تړلې وې او د سختو غبرګونونو لامل شوې.
پاکستانۍ لوبډلې په خپلې توپوهنه کې ښه ونه ځلېده او د نهو ویکټو په سوځېدو سره یې په شلو اورونو کې هند ته ۱۲۸ منډې هدف وټاکه.
د کمو منډو هدف هند ته د بریا لار اسانه کړه، د لوبې په دویمې پانۍ کې هند د دریو لوبغاړو په زیان په ۱۶ اور کې دا هدف پوره او پاکستان ته یې په لوی توپیر ستره ماته ور کړه.
د هند او پاکستان د کرکټ لوبه کې حتمي د دوی د دولتونو سیاست پالل کېږي، خو تېره شپه د کرکټ لوبه د سیاست پر ډګر اوښتې وه.
څه وشول؟
د لوبې له پیله هم دواړو لوبډلمشرانو څه نا څه غیرعادي او له کینې ډک حرکات ترسره کول، خو کله چې لوبه پای ته ورسېده، پاکستاني لوبغاړو هندي ډرسېنګ روم ته په کتار ولاړ وو، تر څو د کرکټ اصولو سره سم هندي لوبغاړو ته لاسونه ورکړي، خو هندیانو خپلې دروازې وتړلې او د باندې را ونه وتل.
د هند دې حرکت ته غبرګونونه:
د پاکستان لوبډلې مشر روزونکي مايک هېسن په دې اړه د لوبې له لوبڅار سره خبرې وکړې او خواشيني یې څرګنده کړه.
د پاکستان لوبډلې لوبډلمشر سلمان اغا، او د دغه هېواد د کرکټ بورډ مشر پر هندۍ لوبډلې سختې نیوکې کړي دي.
له دغې کړنې وروسته د پاکستان لوبډلمشر په کنفرانس کې ګډون ونه کړ، او هندي لوبډلمشر سوریاکمار یادوف د پاکستان پر وړاندې له لوبې وروسته پاکستان لوبغاړو سره د روغبړ نه کولو او ورزشي اخلاقو په اړه وويل، چې ځيني شيان له ورزشي اخلاقو هم مهم دي، خپله دغه بریا د پهلګام ترهګریز برید قربانیانو او هندي سرتېرو ته ډالۍ کړه.
یادوف همداراز وویل چې دا کار یې د هندوستان د کرکټ د ادارې او د حکومت په همغږۍ کړی دی.
د پاکستان کرکټ بورډ مشر، محسن نقوي په دې اړه زیاته کړه، د نن ورځې د ورزشي اخلاقو نه شتون واقعاً ډېر مايوس كوونكى و، سياست لوبو ته راوړل د ورزش د اصلي روحيې خلاف کار دى، هيله ده چې راتلونكي برياوي ټولې لوبډلي به عزت او وقار سره ونمانحي.»
پخواني پاکستاني لوبغاړي شاهد افریدي بیا د هند بیرغ ته اور ورته کړی او ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې چې دې کار هم سخت غبرګونونه راپارولي.
خلکو بیا د افریدي دا کار کمزورتیا او د هند بیرغ ته سپکاوی بللی او هغه یې سخت رټلی دی.
باید وویل شي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د تېرې مې میاشتې له نښتو وروسته دا لومړی ځل وو چې د کرکټ لوبه وشوه.