
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو مشر امر کړی چې د رواني ناروغانو راټولول دې د ټولو ولایتونو څخه پیل شي
طالبانو اعلان وکړ چې د دې ډلې مشر ملا هبتالله آخندزاده په وروستي فرمان کې امر کړی چې په ۳۴ ولایتونو کې دې رواني ناروغان راټول کړای شي.
په همدې حال کې، د دغه ډلې د دایکندي د امر بالمعروف رئیس عبدالمنان شهیدزاده ویلي چې په دې ولایت کې یې د رواني ناروغانو د راټولولو بهیر پیل کړی دی.
عبدالمنان شهیدزاده د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ته ویلي چې د دې ډلې مشر د امر بالمعروف وزارت ته امر کړی چې په ټولو ولایتونو کې رواني ناروغان راټول شي.
د دایکندي د امر بالمعروف رئیس وویل، دا فرمان د روان کال د وږي په اتمه صادر شوی دی.
د هغه په وینا، «د ټولنیز نظم ټینګول، د ښاري ستونزو مخنیوی او د رواني ناروغانو وضعیت ته پاملرنه» د رواني اختلال لرونکو کسانو د راټولولو موخې دي.
د دې طالب چارواکي د توضیحاتو له مخې، د ولایتونو د امر بالمعروف ریاستونه رواني ناروغان راټولوي او بیا یې د طالبانو تر کنټرول لاندې هلال احمر او نورو بنسټونو ته سپاري.
تېر کال د میزان په میاشت کې طالبانو یو رواني ناروغ، چې کور ته یې د دوی داخلېدو مخه نیوله، طالبانو په ډزو وواژه.
د عیني شاهدانو په وینا، طالبانو هڅه کوله دا ۲۲ کلن ځوان په زور سره خپلې پوستې ته یوسي.