افغانستانخبرونه

افغانستان کې ۳ میلیونه پسونه او وزې واکسین شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي، په افغانستان کې ۳ میلیونه پسونه او وزې واکسین کړې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د بریتانیا په ملاتړ یې په افغانستان کې د حیواناتو د روغتیا د ښه کولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي دي.

د دې سازمان په وینا، یوازې په روانه میاشت کې شاوخوا ۳ میلیونه حیوانات د «د کوچنیو نشخوار کوونکو طاعون» یا «پی‌پی‌آر» ناروغۍ پر وړاندې واکسین شوي دي. 

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی چې د کوچنیو نشخوار کوونکو طاعون یوه مرګونې ناروغي ده چې په افغانستان کې پسونه او وزې ګواښي. 

دې سازمان د کورنیو حیواناتو د واکسین کولو په اهمیت او اړتیا ټینګار کړی او د دې اقدام موخه یې د خلکو د معیشت، غذايي امنیت او تغذیې ساتنه بللې ده.