
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست وایي، جلال اباد ښار کې هغه کلینیک وتړل شو چې د ۶۰۰ افغانیو درمل یې په ۱۰زره پلورلي و.
د یادې ادارې د اعلامیې له مخې؛ د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امر ډاکټر صبغت الله صافي د ۷مې ناحیې د یوه اوسیدونکي د عریضي مطابق د څارنې ټيم په ملتیا جلال اباد ښار کې د رسولي په نوم خصوصي کلینیک چې د یوه ناروغ څخه یې د معایناتو او درملو چې اصلي قیمت یې ۶۰۰ افغانۍ کیږي پرځای یې ۱۰زره افغانۍ اخیستې وې، وتړل شو.
دغه راز نوموړي ټيم ناروغ ته خپلې پيسې واپس کړې او کلینیک یې د همدې سرغړونې په اساس وتړه.
تر دې وړاندې په ټول هېواد کې د نسخو لیکلو له امله هم خلکو په روغتیا پالو نیوکې کړې وې.