خبرونهسیمهنړۍ

ایران له اسلامي هیوادونو غوښتي چې اسراییلو سره اړیکې قطع کړي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوحې سرمشریزې ته له تلو وړاندې ویلي، دا ممکنه ده چې اسلامي هېوادونه له اسراییل سره خپلې اړیکې قطع کړي.

هغه هیله څرګنده کړه چې اسلامي هېوادونه د اسراییل پر وړاندې متحد شي او وکولی شي د اسراییل اقدماتو پر ضد ګډ او یو موټي دریځ ته لاسرسی پیدا کړي.

ایراني رسنیو پرون (دوشنبه) د پزشکیان له قوله دا راپور ورکړی دی.

د ایران ولسمشر داسې مهال دا غوښتنه کړې چې تازه د اسراییل پوځ د غزې ښار نیولو لپاره ځمکني عملیات پیل او له اوسېدونکو یې غوښتي چې دغه ښار څخه ووځي.

د راپورونو پر اساس، دغه پوځي عملیات د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له لیدنې وروسته پیل شوي.

د اسراییل لومړي وزیر ویلي چې دغه عملیات د حماس له منځه وړلو لپاره ترسره کیږي.

سره له دې چې د اسراییل او حماس ترمنځ نښتو سره نړیوال مخالفتونه شتون لري او د اوربند لپاره څه ناڅه هڅې هم روانې دي، نه یوازې دا چې غزه کې جګړه نه ده درول شوې، بلکې زیاته شوې هم ده.

دا عملیات داسې مهال پيلېږي چې اسراییلي رسنیو تېره ورځ راپور ورکړی، مخکې له دې چې د اسراییل پوځ غزه کې د حماس پر وړاندې پلان شوي عملیات پیل کړي، د اټکلونو له مخې، تر اوسه پورې له ۳۲۰ زره څخه زیاتو فلسطینیانو د غزې ښار پریښی.

اسراییل غزه کې ملکي وګړو ته ویلي چې د غزې سویل کې د دوی لخوا ټاکل شوي بشري زون ته لاړ شي، خو فلسطینیانو په وینا، غزه کې هیڅ ځای خوندي نه‌دی.