افغانستانخبرونهځانګړي برخه

طالبانو د ملکیتونو، ودانیو او نمرو د وېش، پلور او اجارې په اړه نوی قانون توشیح کړ

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

طالبانو د ملکیتونو، ودانیو او نمرو د وېش، پلور او اجارې په اړه نوی قانون توشیح کړ.

د طالبانو د ریاست الوزراء له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه قانون په عملي کولو به د ملکیتونو د وېش، خرڅلاو او اجارو بهیر منظم شي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې یاد قانون د طالبانو د مشر له لوري توشیح شوی او سر له ننه د پلي کېدو وړ دی.

د خبرپاڼې له مخې؛ یاد قانون په افغانستان کې د ملکیتونو اړوند د ټولو چارو د تنظیم په برخه کې مهم دی او په تفصیل په‌کې ټولو مواردو ته لارښوونې شوې دي.

نوی توشیح شوی قانون مقدمه، څلور بندونه، شپږ فصلونه او ۳۸ مادې لري.