
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وایي چې د وینزویلا په خاوره کې یې پر هغه کښتۍ برید کړی چې امریکا ته یې نشهيي توکي لېږدول.
ټرمپ دا هم ویلي چې امریکا به د اړتیا په صورت کې د نشهيي توکو د قاچاقبرانو پر وړاندې ځمکني عملیات هم پیل کړي.
د راپورونو له مخې چې دا د وینزویلا په خاوره کې د امریکا دویم برید دی چې ترسره کېږي.
پر یاد هېواد د امریکا لومړي برید ته د وینزویلا ولسمشر «نیکولاس مادورو» سخت غبرګون ښودلی و او د بیاځلي برید په صورت کې یې له امریکا سره مستقیمې جګړې ته د چمتووالي خبرداری ورکړی و.
د وینزویلا ولسمشر د دوی په خاوره کې د امریکا دا ډول بریدونه د ټرمپ پلمه بللې او خبرداری یې ورکړی و چې که بیا ځلي یې پر هېواد برید وشي، دوی به مستقیمې جګړې ته داخل شي.
تر اوسه د وینزویلا په خاوره کې پر کښتۍ د امریکا برید ته نیکولاس مادورو کوم غبرګون نه دی ښودلی، او دا نه ده روښانه چې نوموړی به څه ډول غبرګون وښيي.