خبرونهنړۍ

د کاناډا لومړی وزیر د فلسطین د رسمیت‌پېژندنې لپاره شرایط وړاندې کړي 

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس وایي، د کاناډا لومړی وزیر «مارک کارني» وايي چې هیواد یې غواړي د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ځینو شرایطو لاندې د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.

د سرچینې په وینا، د کاناډا د لومړي وزیر دا اعلان چې هغه د فلسطین د په رسمیت پیژندلو پلان لري، د هیواد د پخواني دریځ تکرار دی، کوم چې په جولای کې اعلان شوی و، مګر د سختو شرایطو سره.

د کاناډا لومړي وزیر د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون په مشرۍ د منځني ختیځ د وضعیت په اړه په یوه مجازی غونډه کې له ګډون وروسته د فلسطین د دولت د پیژندلو لپاره خپل شرایط اعلان کړي دي.

کارني ټینګار کړی چې د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندل به د فلسطین په اداره کې د بنسټیزو اصلاحاتو، په ۲۰۲۶ کال کې د حماس له ګډون پرته د عمومي ټاکنو ترسره کولو او د فلسطیني حکومت بشپړ بې وسلې کولو پورې مشروط وي.

د کاناډا د لومړي وزیر د دفتر د رسمي بیان له مخې، کارني، د مکرون په مشرۍ په یوه غونډه کې چې د مصر او اروپايي هیوادونو په ګډون مشرانو پکې ګډون کړی و، د فلسطین او اسراییلو د شخړې لپاره د دوو دولتونو د حل لپاره د کاناډا پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې کاناډا “د یو ډیموکراتیک او ملکي فلسطیني دولت” ملاتړ کوي.

دا دریځ لومړی ځل په جولای کې وړاندې شو او اوس د فرانسې، بریتانیا او آسټرالیا لخوا ملاتړ شوی دی. تمه کیږي چې نور هیوادونه به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په راتلونکې غونډه کې د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.