
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې لوګر ولایت کې یې د ۴۹بابه ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل کړې.
د طالبانو د حکومت یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ښوونځیو بشپړېدو سره به ۳۰زره زدهکوونکو ته ارام او مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي.
خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه ښوونځي په محمد اغې، خوشي، بره کي برک، خروار او د یاد ولایت مرکز کې بیارغول کیږي.
خبرپاڼه کاږي چې د دغې پروژې ټولیز لګښت ۳۶.۱۹ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د طالبانو د پوهنې وزارت د یوه همکار بنسټ له لوري ورکول کیږي.
خبریاڼه کې راغلي، چې د یادو ښوونځیو د بیارغونې چارې به تر راتلونکو څلور میاشتو بشپړې شي.
تر دې وړاندې د لوګر ولایت د یادو سیمو اوسېدونکو د ښوونځیو له خراب وضعیت شکایت درلود او په ځلونو یې د بیا رغونې غوښتنه کوله.
یوازې لوګر نه د هېواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم په زیات شمېر ښوونځي له بد وضعیت سره مخ دي او زده کوونکي یې د څښاک اوبه نه لري او په اوړي کې له ګرمۍ او په ژمي کې د سرپناه د نشتون له امله له سړې هوا سوزي.