افغانستانخبرونهځانګړي برخه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه غونډه کوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا (چهارشنبه، سپټمبر ۱۷) د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ غونډه کوي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، دغې غونډې ته به د یوناما مشره روزا اتونبایوا د افغانستان وضعیت په اړه خپل وروستی درې میاشتنی راپور هم وړاندې کړي.

افغانستان کې د اوتونبایو ماموریت روانه سپټمبر میاشت پایته رسیږي.

د راپورونو پر بنسټ په پام کې ده چې د امنیت شورا د سبا ورځې غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر ولکر ترک او د مدني ټولنې یو استازی هم خبرې وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د دې غونډې د موضوع او اجندا په اړه څه نه‌دي ویلي.