
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
دکډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، له پاکستانه د افغانانو د اېستلو بهیر په لړ کې تېره ورځ دوشنبه ۵۵۸۱ کسان افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د طالبانو یاد کمېسیون زیاتوي چې دغه کسانو کې ډېری په جبري ډول له پاکستانه ایستل شوي.
د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې؛ پرون ۲۴۸۳ کسان بیا له ایران نه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
دغه کډوال د سپین بولدک، تورخم، اسلامکلا او د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
تر دې یوه ورځ وړاندې هم له پاکستان او ایران څخه زرګونه کډوال په زور افغانستان ته ستانه کړای شوي وو.
د مالوماتو له مخې له یادو هېوادونو کډوال په داسې حال کې ایستل کېږي چې ډېری له کورنیو لرې او آن له ځینو اولادونه پاتې دي.
د وروستیو مالوماتو له مخې له ایران او پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له پیله تر اوسه تر ۲۹ زره ډېر ماشومان افغانستان ته پرته له کورنۍ استول شوي دي.
ایستل شوي ماشومان هڅه کوي له خپلو کورنیو سره یو ځای شي چې لا هم له هېواده بهر پاتې دي.
د کډوالو لویې کمېنشرۍ ډاډ ورکړی چې له خپلو کورنیو سره د دغو ماشومانو د یوځای کېدو هڅې روانې دي.