
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
طالبانو اعلان وکړ چې د کجکي بند د برېښنا تولید د کمښت له امله کندهار په شپه او ورځ کې یوازې ۳ ساعته برېښنا لري.
په کندهار کې د افغانستان د برېښنا رسولو شرکت (برشنا) دفتر اعلان کړی چې د کجکي بند د اوبو د سطحې سخت ټیټوالی د تولید د پام وړ کمښت او د کندهار ښار د برېښنا اړتیاوو د نه پوره کېدو لامل شوی دی.
دې شرکت ویلي چې له همدې امله د کندهار ښار برېښنا نوبتي شوې او پیرودونکي به یې هره ورځ د دوو تر درېو ساعتونو ترمنځ برېښنا ولري.
افغانستان خپله ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هیوادونو لکه ایران او ازبکستان واردوي.
د برشنا شرکت ویلي چې دا مقدار هم د ډیزلي او لمریزې برېښنا د تولید له لارې د قندهار ښار لپاره چمتو کوي.
د برشنا د اعلامیې له مخې، کجکي بند د کندهار ښار ترڅنګ، د هلمند مرکز لشکرګاه او د سنگین، زمینداور، میوند او کجکي ولسوالیو د برېښنا اړتیاوې هم پوره کوي.