افغانستانټیکنالوژيځانګړي برخهراپورونه

طالبان په ټول هېواد کې د انټرنېټ د بندېدو په هڅه کې؛ ایا دا چاره شونې ده؟

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په داسې حال کې چې طالبانو له تېرو څو ورځو راهېسې په بلخ ولايت کې انټرنېټ باندې محدویت وضعه کړې او داسې ویل کېږي چې دا په ټول هېواد کې د انټرنېټ د بندېدو يوه هڅه ده؛ خو د سایبر برخې کارپوهان په دې باور دي چې په اوسنۍ نړۍ کې د انټرنېټ بندول ناممکنه کړنه ده.

کارپوهان وايي، که دولتونه انټرنېټ بند کړي نو اوسمهال د اپل، ټيسلا او میټا په څېر شرکتونه شته چې خلکو ته د سپوږمکيو له لارې وړیا او يا هم په بيه د انټرنېټ زمینه برابره کړي.

بلخ کې د انټرنېټ بندېدل

‏ په بلخ ولایت کې د طالبانو ځایي مسوولان وايي، د نوري فایبر انټرنټ د طالبانو د حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده په فرمان قطع شوی.

د بلخ لپاره د طالبانو د والي ویاند عطاالله زید پر خپله اکس‌پاڼه لیکلي چې دغه اقدام له منکراتو څخه د مخنیوي په موخه شوی دی.

هغه لیکلي چې تر دې وروسته د نوري فایبر فعالیت قطع شوی او له دې لارې انټرنیت د لاسرسي وړ نه دی.

ورته وخت کې د بلخ یوشمېر اوسېدونکي وايي، تېرو دوو ورځو راهیسې مزارشریف ښار کې د کیبل او وای‌فای له لارې د دفترونو، شرکتونو او رهایشي کورونو انټرنټ بند شوی.

دوی وویل، دامهال یوازې د موبایل انتونونو له لارې د مخابراتي شبکو انټرنټ د لاسرسي وړ دی.

د بلخ ولایت اوسېدونکي زیاتوي چې د کیبلي او وای‌فای انټرنټ په قطع کېدو سره، کاري او ښوونیز بهیر له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.

طالبان په ټول هېواد کې د انټرنېټ د بندښت یا محددولو په هڅه کې دي

یو شمېر سیاسي او ټولنيز شنونکي په دې باور دي چې طالبان لکه د نجونو د زده کړو، د ښځو د کار، پر رسنيو د محدودیتونو په څېر په په تدریجي ډول د انټرنېټ د بندولو د پلان د عملي کولو په درشل کې دي.

د چارو شنونکی نجیب پیکان په دې باور دی چې طالبان د خلکو له عامه پوهاوي او د سواد او ذهنیت جوړونې د کچې له لوړېدو ډارېږي او د خپل حکومت بقا په يو تياره افغانستان کې ويني نو ځکه يې پر خلکو په بېلابېلو برخو کې محدودیتونه وضع کړي دي.

دی وايي، لکه څرنګه چې طالبانو د ښځو پر زده کړو او کار، سیاسي فعالیتونو، ټولنيزو فعالیتونو، د بیان ازادۍ او ځينو نورو برخو کې په تدریجي ډول محدودیتونه وضع کړي اوس د انټرنېټ د بندېدو په درشل کې دي.

هغه زیاتوي، طالبانو د خلکو په يوځای راغونډېدو، لاریونونو او غونډو بندېزونه ولګول خو اوس له دې هم ډارېږي چې خلک به لکه د عرب پسرلي په څېر د انټرنېټ له لارې سره همغږي کوي او د دوی پر ضد به راپاڅېږي نو ځکه يې دا لاره خپله کړې ده.

د سترې محکمې پخوانی ویاند بیا په دې باور دی چې طالبان له نړۍ یوه ناخبره او جاهله ډله ده.

امان الله ایمان لیکي: ((طالبان د انټرنېټ په بندولو سره هغه خلک ناسم ثابتوي چې فکر کوي دا خیرنه او له نړۍ ناخبره جاهله ډله به اصلاح شي, یا فکر کوي دوی به له نویو پرمختګونو سره متمدن شي. یوه خبره ده، د انټرنېټ په بندیدو سره د خپلو د کمپلو ویډیوګانو کتلو څخه خلک نشي منعه کولی.))

انجینر نظیر احمد مختار چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۵ کلونو پرمهال يې د نوري فایبر د لینونو په غځولو او د سایټونو فعالولو برخه کې کار کړی وايي، دا ستونزمن کار یې ځکه کولو چې په هېواد کې د ټکنالوجۍ په برخه کې د يو پرمختګ د راتګ هيله يې درلوده.

هغه زیاتوي: (( کیبلونو د غځولو برخه کې ما بیحده زیاته خوارې د کابل کوڅه کوڅه ، وزارتونه ، هوایې ډګرونه ، د کابل او بګرام دهوایې ډګرونو وصلول ، ریشخور تر پکتیا ، غزنې,کاپیسا ، ننګرهار ددی کیبلونو غزول او د سایټونو فعالول مو پدې نیت او فکر چې تکنالوژې مو د وطن ګوډ ګوډ ته په رسیدو ده ورته خوشبینه وو .خو نه پوهیږم چې تکنالوژی دور کې ولی تکنالوژي محدودیږي.))

ایا د انټرنېټ قطع کېده امکان لري؟

د ټیکنالوجۍ د برخې کارپوهان وايي چې په اوسنۍ عصري نړۍ کې د انټرنېټ بندېدل نا ممکن دي ځکه له یوې خوا ټوله حکومتولي او د ژوند کارونه په انټرنېټ سمبال شوي او له بل اړخه داسې شرکتونه شته چې د سپوږمکۍ له لارې خلکو ته انټرنېټ رسولی شي.

د ټيکنالوجۍ د برخې يو کارپوه چې نه غواړي نوم يې په راپور کې ذکر شي، کابل ټیلیګراف ته وويل چې له يوې خوا مخابراتي کمپنيو، شرکتونو او د خرڅلاو دفترونو پانګونه کړې ده چې هغوی ته ستر زیان دی او له بل اړخه اوسمهال د حکومتولۍ ډېرې چارې په همدې انټرنېټ پورې تړلې دي.

دی وایي، د پاسپورټ، برېښنايي پېژندپاڼې، هوايي ډګرونو کې د مسافرو تګ راتګ، د الوتکو کنټرول، بانکداري او ډېر نور هغه کارونه دي چې له انټرنېټ پرته ناشوني دي چې د انټرنېټ له بندېدو سره داسې په سلګونه کارونه بندېدلی شي.

دی دغه راز وايي چې اوسنۍ عصري نړۍ کې دا چاره ځکه ناممکنه ده چې د میټا، ټیسلا، ایپل او ځينو نورو سترو کمپنيو په څېر کمپنۍ شته چې د خپلو ګټو په خاطر به د سپوږمکۍ له لارې ټول هېواد ته وړیا او يا هم په ډېره کمه بیه انټرنېټ ورکړي.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکالوجۍ وزارت هم رسنيو ته ويلي چې په ټول هېواد کې له انټرنېټ څخه د فحشاء د مخنيوي په خاطر د نوري فایبر انټرنېټ بند شوی دی.

خو ځينو سرچینو ويلي چې ټاکل شوې د طالبانو د کابینې شپږ وزیران کندهار ته سفر وکړي او د خپلې ډلې مشر ملا هیبت الله اخوندزاده ده قناعت ورکړي چې له خپلې پرېکړې پر شا شي او بېرته د انټرنېټ د فعالیت اجازه ورکړي.