
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د خیبر پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې خبر ورکړی، چې پرون سېشنبه ۲۲ زره ۶۴۷ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
دغه ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه کسانو کې ځینې یې په خپله خوښه او یوشمېر نور په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
وړمه ورځ هم له پاکستان او ایرانه کابو ۷ زره افغان کورنۍ په جبري ډول راستنانه کړای شوي وو.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې او راغلي کډوال دلته له بد وضعیت سره مخ دي.
دوی وایي نه یې سرپناه او نه یې د ژوند لومړنيو اړتیاوو ته پام کېږي او دې حالت اړ کړي چې له وطنه د وتلو یوه بله چاره ولټوي.