افغانستانخبرونه

افغانستان کې د امنیتي پېښو شمېر نږدې لس سلنه زیات شوی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو ګوټرش ویلي، د ۲۰۲۵ کال د مې له لومړۍ تر جولای ۳۱ پورې په افغانستان کې ۲۶۵۸ امنیتي پېښې ثبت شوي دي، چې د ۲۰۲۴ کال د ورته وخت په پرتله ۹٪ زیاتوالی ښيي.
د راپور له مخې، د طالبانو مخالفې ډلې لکه د «آزادۍ» او «ملي مقاومت» جبهې ۴۷ بریدونه ترسره کړي، چې ۱۹ یې تائید شوي دي.
ګوټرش زیاته کړې، د داعش خراسان بریدونه کم شوي، خو طالبان خپل عملیات پر دې ډلې روان ساتي.

راپور کې د بدخشان په شهدا ولسوالۍ کې د یوه سلفي عالم او ساتونکي وژنه هم یاد شوې، او په نسي ولسوالۍ کې د یوه شیعه عالم سر پرې شوی دی.
د راپور له مخې، د مې ۱ څخه تر جولای ۳۱ پورې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ ۱۴ وسله‌والې جګړې او د هوايي ځواکونو څو لیدنې ثبت شوې دي. همدارنګه، ۵۷ پېښې چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي په مستقیم ډول اغېزمن کړي ثبت شوي دي.

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو دغه را پور ته کوم غبرګون ندی ښودلی.