افغانستانخبرونه

هرات کې یو چک ډیم تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د هرات ولایت د فرسي ولسوالۍ په بهارالدین کلي کې د نږدې ۳ میلیونو افغانیو په ارزښت یو کوچنی واټر بند (چکدم سنگي) جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

په دغه ولایت کې د طالابنو ولایتي مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه پروژه د ۱۸ مترو په اوږدوالي او د ۱۲ زره مکعبو مترو د اوبو ظرفیت سره د طالبانو د بودیجې له مخې بشپړه شوې ده.

د خبر له مخې؛ په دې پروژه کې د سیمې ګڼو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

ویل کیږي، د دې بند د پرانیستلو سره به د سیمې د اوبو مدیریت ښه او زرګونه جریب کرنیزې ځمکې به اوبه شي.