خبرونهنړۍ

د غزې پر وړاندې د اسرائیلو د بریدونو د شهیدانو شمېر له ۶۵ زرو څخه واوښت

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د فلسطین روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اسرائیلو د پوځ لخوا پر غزې تړانګې د بریدونو له امله د شهیدانو شمېر ۶۵ زره او ۶۲ کسانو ته رسېدلی دی. 

د فلسطین روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې څخه تر اوسه د اسرائیلو د پوځ د بریدونو په پایله کې ۶۵ زره او ۶۲ کسان شهیدان شوي دي. 

دغه طبي اداره وایي، د غزې تړانګې پر وړاندې د اسرائیلو د پوځ د بریدونو له پیل راهیسې د ټپیانو ټولیز شمېر ۱۶۵ زره او ۶۹۷ کسانو ته رسېدلی دی. 

دغه وزارت زیاته کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۹۸ شهیدانو جسدونه روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د را پور له مخې؛ په دې موده کې ۳۸۵ کسان ټپیان شوي هم دي. 

د یادونې وړده، چې لا هم په زرګونو کسان په غزې تړانګه کې ورک دي او د ودانیو تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.