افغانستانخبرونهلوبې

افغانستان نن له سرلینکا سره ټاکونکي سیالۍ لري

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې د اسیایي جام سیالیو په لړ کې افغانستان پخپل ګروپ کې خپله وروستۍ لوبه نن له سرلینکا سره ترسره کوي.

دغه لوبه چې د متحده عربي اماراتو په وخت ماښام شپږ نیمې بجې به پیل شي، د افغانستان لپاره راتلوونکي پړاو ته د تګ په موخه ټاکونکي لوبه ده.

که افغانستان دغه لوبه کې سرلینکا ته ماتې ورکړي، نو بنګلدېش به له دې سیالیو بهر او افغانستان به راتلونکې پړاو ته لاره ومومي، خو که سرلینکا افغانستان ته ماتې ورکړي، نو افغانستان به له مخکې تګ پاتې شي.

افغانستان تر اوسه دوه لوبې کړي، چې یوه یې ګټلې او په وروستۍ لوبه کې له بنګلدېش څخه ماتې وخوړه.