خبرونهنړۍ

پاکستان نوي مالي کال کې ۳۵۰ میلیارده کلدارې قرض اخیستی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان مرکزي بانک ویلي، چې د روان مالي کال په لومړۍ میاشت کې د حکومتي قرضو کچه د ۳۵۰ میلیارده روپو په زیاتوالي سره ۷۸ زره ۲۳۸ میلیارده پاکستانۍ کلدارو ته رسیدلی دی.

د دغه بانک په وینا، د جولای تر پای پورې د حکومت کورني قرضه د ۵۱۷ میلیارده روپو په زیاتوالي سره ۵۴ زره ۹۸۸ میلیارده پاکستانۍ کلدارو ته رسېدلې ده.

د دې ترڅنګ، د حکومت بهرني قرضه په جولای کې د ۱۶۷ میلیارده روپو په کموالي سره ۲۳ زره ۲۵۰ اربه روپۍ ته راټیټه شوې ده.