
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د چین یوې کمپنۍ لخوا د پلور لپاره تیارېدونکې چورلکو په څېر الوتونکې موټرې د ازمایښتي الوتنو پر مهال له یو بل سره ټکر شوي دي.
سي این این شبکې ویلي، د چیني کمپنۍ لخوا د پلور لپاره تیارېدونکې الوتونکې موټرې د یو بل سره ټکر کولو له امله د کمپنۍ د معیار په اړه هم خلکو پوښتنې راپورته کړې دي.
د راپور له مخې، د الوتونکو موټرو د ازمایښتي الوتنو یو فیسټیول روان و، چیرته چې دوه موټرې په ټیټه لوړوالي پر مهال یو بل سره ټکر شوي دي.
د موټرو د یو بل سره ټکر کولو وروسته دواړو موټر چلوونکو هغه په بیړني ډول ځمکې ته کښته کړل، خو تر ځمکې پورې تر رسیدو مخکې یو موټر اور واخیست او چلوونکی یې ټپي شوی دی.
د چین د هغې کمپنۍ الوتونکې موټرې چې یو بل سره ټکر شوي، د هغوی قیمت تر ۳ سوه زره امریکایي ډالرو پورې دی.
الوتونکې موټرې په ټیټه کچه الوتنې کوي، دا ډول موټرې تر ۳ زره میټرو پورې لوړ الوتنې کولی شي.
چین د الوتونکو موټرو جوړولو تر ټولو لوی هېواد دی، په داسې حال کې چې په ټول چین کې د بېلابېلو کارونو او سفري اسانتیاو لپاره په ټیټه کچه الوتونکې زرګونه ډرونونه هم عملیاتي دي.