خلیلزاد حکمتیار ته د کابل د قصاب او د نجونو پر مخ د تېزاب شیندونکي خطاب وکړ

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په يو تازه بیان کې د حزب اسلامي مشر انجینر ګلبدین حکمتیار ته د کابل د قصاب او د نجونو پر مخ د تیزاب شیندونکي خطاب کړی دی.
د خلیلزاد دا څرګندونې په ټولنیزو شبکو کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي او خپله خلیلزاد يې د داسې يو بشر ضد هېواد استازی بللی چې پر افغان خاوره يې د B52 او بمونو مور بریدونه کړي او دلته يې نورې بشری سرغړونې کړې دي.
افغان الاصلا امریکايي ديپلومات او د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې حکمتیار، د کابل قصاب او هغه څوک دی چې په کابل کې یې د نجونو پر مخونو تیزاب شیندل او نورې بشر ضد سرغړونې يې کړې دي.
هغه زیاته کړې: ((حکتمیار دغه راز په پېښور کې د نورو مقاومتګرو د غړو د وژنې او تښتونې له امله بدنام و، یو څوک چې د شوروي له وتلو وروسته د وینې ډکو کورنیو جګړو برخهوال و، پر خپل ښار یې بمونه غورځول، سیمې یې په بشپړه توګه ورانې کړې او سلګونه کسان یې ووژل.))
د نوموړي په خبره حکمتیار اوس هڅه کوي ځان د سیاسي او اخلاقي مرجع په توګه وړاندې کړي خو زیاتوي چې له بده مرغه خلک هېڅکله د هغه دغه کړنې نه هېروي.
د زلمي خليلزاد د معلوماتو له مخې، حکمتیار په مسکو کې سخت لیواله و چې له ملا برادر سره وګوري او یوه څنګلاره معامله وکړي. خو هغوی پرېکړه وکړه چې ورسره ونه ګوري، ځکه چې هغه یې ډېر فاسد او د خپل ولس خایین په توګه پېژندلی و.
د خلکو غبرګونونه
د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په تړاو د زلمي خلیلزاد دا تازه څرګندونې په ټولنيزو شبکو کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د سلطان حامد اخوندزاده په نوم د حکمتیار يو پلوي خلیلزاد ته په ځواب کې ليکلي: ((تاسو یوازې د دموکراسۍ قصاب نه یاست؛ تاسو د جمهوریت، د افغان ملت، او حتی د بشریت قصاب یاست. تاسو د هغو بېوزلو انسانانو قاتل یاست چې له افغانستان، عراق، سوریې، لیبیا، فلسطین، او ان د امریکا د سرتیرو له وژني سره تړاو لري.))
دی وايي، حکمتیار ته په داسې حال کې د ښځو پر مخ د تیزابو شیندونکي لقب ورکول کېږي چې هغه په هجرت کې نجونو ته د ښوونځي، مدرسې او حتی پوهنتون زمینه برابره کړې وه.
د روح الله برهان په نوم يو بل کس خلیلزاد ته په ځواب کې ليکلي چې د حکمتیار په تړاو دا ډول څرګندونې د شمال ټلوالې له سټېج راپورته شوې خبرې او څرګندونې دي.
هغه زیاته کړې: ((ډېر صفتونه او شالیډونه چې دلته د حکمتیار صیب په تړاو راوړل شوي، پخوا مو د ښاغلي مسعود او رباني له رسنيو اورېدلې دي.))
د حکمتیار يو بل طرفدار عبدالغيور د خلیلزاد دغو څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي چې له حکمتیار سره د امریکا دښمني پخوا هم وه او اوس دغو څرګندونو وښودله چې د امریکا دښمني لا هم دوامداره ده.
هغه لیکلي: ((مننه خليلزاد صاحب! د معزز مشر او د حزب اسلامي دښمني مو له امريکا او په ټوله کي له کفر سره په ثبوت ورسوله. هغه څه چي دننه په هيواد کي ستاسو جاسوسانو ويل هغه نن ستا له خولي هم را ووتل خو اې کاش چي ته يو ډيپلوماټ نه وای. که هر څه دي خو د مشر له خوا ډير درديلی او سوزيدلي بريښي.))
خو خپله حکتیار او یا هم د حزب اسلامي ګوند په دې اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د حکمتیار او حزب اسلامي رسمي نشریې دعوت میډیا په يو بیان کې لیکلي چې خلیلزاد د افغانستان نا اعلان شوی او پټ ولسمشر دی.