افغانستانخبرونه

سپین بولدک کې د تېرې شپې چاودنې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د بلوچستان اړوند د چمن – سپین بولدک په لویه لاره تېره شپه پر افغان کډوالو د یوې چاودنې له امله ۶ تنه مړه او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

ځینې رسنۍ دغه چاودنه د ځانمرګی برید له امله بولي او قربانیان هغه کډوال دي، چې افغانستان ته را ستنیدل.

را پورونه وایي، پېښه د چمن اړوند د موټرو په یو تم ځآی کې شوې، چې لږ تر لږه شپږ کسان پکې مړه او دوه نور ټپیان دي. عینی شاهدانو ویلي چې چاودنه ډېره شدیده وه او په ښار کې ویره خپره شوې.

پولیسو سیمه محاصره کړې او تحقیقات یې پیل کړي.

ځینې سرچینې چې دغه پېښه ځانمرګی برید بولي وایي، چې موخه یې د افغان کډوالو موټر وو، خو دا څرګندونې رسمي ندي تائید شوي.

تر دې وړاندې هم یاده سیمه د ګڼ شمېر پېښو شاهده وه.

په ۲۰۲۲ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي و، دغه راز په ۲۰۲۰ کال کې د یوې چاودنې له امله شپږ کسان مړه شوي وو.