افغانستانخبرونه

طالب چارواکی جلالي: ټرمپ تر سياست هاخوا بريالی تاجر او معامله‌کوونکی دی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت درېیم سیاسي مرستیال ذاکر جلالي وايي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر بگرام د معاملې خبره کړې او زیاته کړې یې ده، چې ټرمپ تر سياست هاخوا بريالی تاجر او معامله‌کوونکی دی او د بگرام د بېرته اخيستو يادونه هم د يوې معاملې له لارې کوي.

هغه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: « افغانستان او امريکا يو بل سره تعامل ته اړتيا لري او کولای شي د متقابل درناوي او مشترکو گټو پر بنسټ اقتصادي او سیاسي اړيکې ولري، بې له دې چې امريکا د افغانستان په کومه برخه کې پوځي حضور ولري.»

هغه زیاته کړې: « پوځي حضور افغانانو په تاریخ کی نه دی منلی او دا احتمال د دوحې د خبرو او هوکړې پرمهال هم په بشپړ ډول رد شوی مگر نور تعامل ته دروازې پرانيستې دي.»

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټینګار سره ویلي چې، د بګرام هوایي اډه بېرته نیسي.

ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې متحده ایالات د بګرام اډې بیا ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي، ځکه چې دا اډه د چین هسته يي تاسیساتو ته نږدې ده او ستراتیژیک اهمیت لري.

هغه د بایډن ادارې د افغانستان څخه وتلو ته “فاجعه” ویلي او ویلي یې دي چې “موږ هغه اډه د هیڅ په بدل کې ورکړه، خو اوس موږ د هغې بېرته راګرځولو لپاره کار کوو ځکه چې دوی زموږ څخه څه شیان غواړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په پخوانیو بیانونو کې ویلي چې “بګرام زموږ په کنټرول کې پوځي اډه ده، متحده ایالات به یې حتی په سلګونو کلونو کې هم ونه نیسي، او که څوک یې غواړي، موږ به د همدې وسلو په مرسته ځواب ورکړو.”

بګرام اډه په ۲۰۲۱ کې د متحده ایالاتو له وتلو وروسته د طالبانو لاس ته ورغله.