افغانستانخبرونه

خلیلزاد د طالبانو له بنده د برېتانوۍ جوړې د خوشې کېدو هرکلی کړی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د طالبانو له بنده د برتانوۍ جوړې د خوشې کېدو هرکلی کړی.

پرون جمعه شاوخوا ۱۰ میاشتو وروسته یوه برتانوۍ جوړه چې طالبانو د ناڅرګندو دلایلو له مخې نیولې وه، د قطر په منځګړتوب خوشې او د برتانیا د استازي په ګډون قطري پلاوي ته وسپارل شوه.

د راپورونو له مخې، دې جوړې له ۱۸ کلونو راهیسې افغانستان کې ژوند کاوه او تر نیول کېدو مخکې یې د «ریبيلډ» په نوم یوه اداره چلوله چې هېواد کې د زده کړو او روزنیزو پروګرامونو په برابرولو بوخته وه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا جوړه د افغانستان د قوانینو د نقض له امله نیول شوې وه.