امریکا پر چابهار بندر بندیزونه لګوي؛ د ایران تر څنګ به افغانستان او د سیمې هېوادونه زیان وويني

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په داسې حال کې چې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په يو تازه بیان کې ويلي چې د اټومي پروګرام د مخته وړلو غبرګون کې پر ایران د تازه بندیزونو په لړ کې ښايي پر چابهار بندر هم تازه بندیزونه وضع شي چې د امریکا دا کړنه به افغانستان، هند او د سیمې نور هېوادونه له زیان سره مخ کړي.
امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د هند او افغانستان په خاطر له چابهار بندر څخه بندیزونه لرې کړي و خو اوس چې له ایران او هند سره امریکا په کړکېچ کې ده او افغانستان سره يې هم اړیکې ښې نه دي، د متحده ایالتونو د بهرنيو چازو وزارت ويلي چې پر چابهار بندر به بېرته بندیزونه ولګوي.
د سپتمبر په ۱۹مه، متحده ایالاتو د ایران د چابهار بندر لپاره د بندیزونو معافیت لغوه کړ چې په ۲۰۱۸ کال کې هند ته ورکړل شوی و. دا اقدام به د سپتمبر په ۲۹مه نافذ شي، او هندي رسنیو دا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې لخوا د آسیایي هیواد اقتصاد ته یو بل ګوزار بللی دی.
د CNN خبري اژانس راپور ورکړ: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې موضوع په اړه د یوې اعلامیې له مخې، د ایران چابهار بندر به د سپتمبر له ۲۹مې نیټې څخه د امریکا له بندیزونو سره مخ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو د ویاند مرستیال توکاس پیګوت وویل: ((د امریکې د بهرنیو چارو وزیر د ټرمپ د زیات فشار په سیاست کې په ۲۰۱۸ کال کې د ایران د آزادۍ قانون او د مرګونې وسلو د خپریدو په وړاندې د مرستې لپاره د افغانستان د بیا رغونې او اقتصادي پرمختګ لپاره ورکړل شوي بندیزونو معافیت باطل کوي چې د سپتمبر ۲۹ نه به نافذ شي. د دې معافیت الغاء سره، د چابهار بندر اداره کونکی یا هغه کسان چې په دغه قانون کې یاد شوي نورو فعالیتونو کې بوخت دي، د دغه قانون لاندې د بندیزونو تابع کیږي.))
هندي رسنيو بیا ويلي نه یوازې دا چې دغه کړنه ایران، هند، افغانستان او ځينې نور هېوادونه زیانمنوي بلکې دغه چاره د اسیا پر اقتصاد د امریکا يو بل ګوزار دی.
د چابهار بندر ارزښت
چابهار بندر د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د عمان سمندرګي پر غاړه واقع دی، او هند د ایران په همکارۍ د دې ترمینل ‘شهید بهشتی’ پرمختګ کوي. دا پروژه د دې لپاره د نوي ډيلي لپاره ستراتیژیک اهمیت لري چې افغانستان او منځنۍ آسیا سره مستقیمه لاره برابروي، پرته له دې چې له پاکستان څخه تېر شي.
هند په ۲۰۲۴ کال کې د مې په ۱۳ نېټه د بندر د استعمال لپاره ۱۰ کلن تړون لاسلیک کړ چې دا د دې هېواد لپاره د یو بهرني بندر مدیریت لومړنۍ تجربه ګڼل کېږي.
چابهار د شمال – جنوب نړیوال ترانسپورتي کریدور (INSTC) یوه کلیدي برخه ده؛ دا پروژه ۷۲۰۰ کیلومتره اوږده ده چې هند له لارې ایران، افغانستان، روسیه، منځنۍ آسیا او اروپا سره وصلوي. په تېرو کلونو کې دې بندر د بشري مرستو د لیږد لپاره هم کارول شوی؛ د مثال په توګه په ۲۰۲۳ کې هند لخوا ۲۰ زره تُن ډوډۍ افغانستان ته لېږدول شوې.
د امريکا فشارونه او د هند چالشونه
د تحریمي معافیت لغوه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د امريکا مالیې وزارت وروستیو کې یوه مالي شبکه په تحریم کړې چې د ایران د سپاه پاسداران ملاتړ یې کاوه. واشنګټن وايي چې دغه شبکه په ایران کې د نفتو پلورنې څخه د اختیاري ډلو تمویل لپاره استفاده کوله.د هندي خبري رسنیو له مخې، د چابهار بندر د معافیت لغوه کول د هند په دې پروژه کې د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په کچه پانګونه له خطر سره مخ کوي او د دې هیواد د یوې مهمې سیمه ییزې منصوبې راتلونکی په اړه جدي پوښتنې راولاړوي.
د شنونکو په وینا، دا اقدام د امریکا او نوي ډیلي له یو دیپلوماټیک مشکله سره مخ کوي، له یوې خوا هندوستان د واشنګتن سره د خپلې ستراتیژیکې اړیکو تقویت په لټه کې دی او له بلې خوا نه غواړي چې له تهران سره د لارې او انرژۍ په برخه کې خپل پخوانی شریک له لاسه ورکړي.
د منځنۍ ختیځ د تاريخ او نړیوالو اړيکو کارپوه شهداد خلدیي وايي چې د چابهار بندر بيرته د امريکا د بنديزونو په لست کې شاملول، د هندوستان او ايران ترمنځ تجارتي قراردادونه ځنډېدو ته اچوي او د دې بندر پرمختګ به ودرېږي.
دی وايي، دغه بندیزونه به نه يوازې هند او ایران زیانمن کړي بلکې په وچه کې ایسار افغانستان اقتصاد ته هم ډېر زیانونه رسولی شي.










