خبرونهنړۍ

د امریکا د ترهګرۍ ضد اداره وايي: القاعده شبکه اوس هم ګواښ دی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا د ترهګرۍ ضد ادارې مشر جو کېنټ نن شنبه (وږي ۲۸مه) په یوه خبرپآڼه کې ویلي چې القاعده شبکه اوس هم ګواښ دی.

هغه له خلکو غوښتي چې د دې شبکې د نړیوالو ګواښونو پر وړاندې هوښیار و اوسي.

جو کېنټ زیاته کړې چې دوی د بېلابېلو ادارو په مرسته هڅه کوي چې د القاعده شبکې د احتمالي بریدونو او ګواښونو مخه ونیسي.

د نوموړي په وینا، د امریکایانو د خونديتوب لپاره یې تازه د امریکا امنيتي ادارو ته یو استخباراتي راپور وړاندې کړی دی. 

کېنټ زیاته کړې چې سږکال د القاعده شبکې یو غړی چې د پناه‌غوښتنې په پلمه امریکا ته راغلی و، نیول شوی او له دغه هېواده شړل شوی دی.