
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د پرتګال د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې سبا (یکشنبه) به فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې وايي چې، پرتګال تر دې دمه محتاط دریځ غوره کړی و او غوښتل یې چې د اروپایي ټولنې له نورو غړو سره ګډ دریځ ولري.
اوسمهال یوازې څو اروپایي هېوادونه لکه سویډن، قبرس او ځينو پخوانيو کمونیستي هېوادونو فلسطین په رسمیت پېژندلی دی.
رویټرز خبري اژانس زیاتوي چې اسراییل د نړیوالو له مخالفت سره مخ دی، ځکه د غزې په جګړه کې یې ډېر ملکيان ووژل.










