
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په افغانستان کې طالبانو د پوهنتونونو په ۶۸۰ کتابونو باندې بندیز لګولی دی.
جیونیوز په یو را پور کې لیکلي، په دغه کتابونو کې ۱۴۰ جلده د ښځو اړوند کتابونه شامل دي، چې مخکې به په پوهنتونونو کې تدریس کېدل.
دغه را پور زیاتوي، هغه کتابونه چې په تدریس یې بندیز لګیدلی، په کې
په دې کتابونو کې کیمیا او بیولوژي اړوند لابراتواري کتابونو په څېر اړوند کتابونه هم شامل دي، چې طالبانو ویلي، دا کتابونه د شرعي اصولو او د هغوی پالیسيو سره برابر نه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تازه په فایبر نوري انټرنیټ هم هم د دوی په وینا د فحشا د مخنیوي په موخه بندیز لګولی دی.










