
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د راپورونو له مخې؛ د راتلوونکې ۱۲ څخه تر ۱۸ میاشتو پورې به پاکستان د درې نوې سمندري کیبلو له لارې له نړیوالې شبکې سره وتړل شي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه شبکو په تړل کېدو سره به په دغه هېواد کې د انټرنیټ سرعت د پام لوړ شي.
د یاد هېواد د ټیلي کمونکېشن وزارت تائید کړې، چې نوې سمندري کیبلونه به پاکستان په مستقیم ډول اروپا سره وصل کړي.
دغه وزارت ویلي، چې په یادې چارې سره به د انټرنیټ د سرعت ترڅنګ انلاین خدمتونو کې د پام وړ زیاتوالی هم راشي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې بیا طالبانو انټرنیټي خدمات د فحشا د کمېدو په پلمه تړلي دی.










