
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
دافغانستان کرکټ بورډ د بنګله دېش پر وړاندې راتلونکې لوبلړۍ ته د نړیوالو یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو په موخه خپل نوملړونه غوره اعلان کړل.
دغه لوبلړۍ د افغانستان په کوربه توب د راتلونکې اکتوبر میاشتې په دویمه نېټه پيل او د همدې میاشتې تر ۱۴مې نېټې دوام مومي.
د یو ورځنیو سیالیو په نوملړ کې:
حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، رحمت شاه، محمد نبي، راشدخان، دروېش رسولي، اکرام علي خېل، ننګیال خروټي، الله محمد، عبدالله احمدزي، بشیراحمد، سلیم ساپي او عظمت الله عمرزي ته په عمومي نوملړ او بلال سمیع او فریدون داودزي ته په احتیاطي لوبغاړو کې ځای ورکړل شوی دی.
د شل اویزو سیالیو نوملړ کې:
راشدخان د لوبډلمشر ،رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، صدیق الله اتل، ابراهیم ځدراڼ، وفي الله تره خېل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد اسحق، شرف الدین اشرف، محمدنبي، نوراحمد، مجیب الرحمن، بشیر احمد، فرید ملک او عبدالله احمدزی اضافه شوي دي؛ په داسې حال کې چې الله محمد غضنفر او رحمت شاه ته د احتیاظي لوبغاړو په توګه اعلان شوي دي.
یادونه باید وشي چې په دواړو نوملړونو کې فضل الحق فاروقي، ګلبدین نایب او کريم جنت ته ځای نه دی ورکړل شوی او دغه راز په یو ورځنیو لوبو نوملړ کې هم راشدخان نشته دی.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان په دې اړه وویل: ((که څه هم موږ د کال په پیل کې لوبې نه درلودې، خو دا دی له تېرو څو میاشتو راهیسې پرله پسې لوبلړۍ او سیالۍ لرو او له اسیا جام وروسته د بنګله دېش کوربه توب هم پر غاړه لرو، ترڅو د پاکستان تر درې اړخیزې لوبلړۍ پورې بشپړ چمتووالی ولرو او وکولی شو نړیوال جام خپله موخه وګرځوو.))
د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله به د اکتوبر میاشتې په ۲مه، ۳مه او ۵مه نېټه د بنګله دېش پر وړاندې درې نړیوالې شل اوریزې او دغه راز د همدې میاشتې په ۸مه، ۱۱ او ۱۴مه نېټه د یاد هېواد د اړوند لوبډلې پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.










