افغانستانخبرونه

زلزله ځپلې میرمنې روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي له نشتوالي سره مخ دي

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغان ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې خبرداری ورکړی چې زلزله ځپلې ښځې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي له نشتوالي سره مخ دي.

سوزان فرگوسن وویل چې د افغانستان په ختیځ کې د ځمکرېږد د قربانیانو له نیمایي څخه ډیر ښځې او نجونې دي او د ورک شویو کسانو شپیته سلنه جوړوي.

هغې دا خبرداری هم ورکړ چې د زلزلې ځپلو سیمو ښځې اوږدمهاله ناورین سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو چارواکي کنړ ولایت ته خپل وروستي سفر ته په اشارې سره زیاته کړه چې په سیمه کې زیربنا ویجاړه شوې او ښځې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نلري.

فرګوسن ټینګار وکړ چې دا وضعیت د ښځینه مرستندویه کارمندانو د شتون حیاتي اهمیت ښیې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ملګرو ملتونو په ادارو کې ښځې له کار کولو منع کړی دی.