افغانستانخبرونه

امیرخان متقي:که امریکا طالبان په رسمیت هم وپېژني، بیا هم بګرام نه ورکوو

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وایي، که امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او افغانستان له سره نوی ورغوي بیا هم حاضر نه یو چې یو متر خاوره ورکړو.

امیرخان متقي د طلوع نیوز په یوه ځانګړې خپرونه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې: ( که امریکا له تاسې سره تعامل وکړي او یا تاسې په رسمیت وپېژني نو تاسې بګرام ورکوئ که نه؟) وویل:

متقي یې په ځواب کې وویل: « که مو په رسمیت هم وپېژني او ټول افغانستان سره سره جوړ کړي نو بګرام څه چې یو متر خاوره هم نه ورکول کېږي. دا د طالبانو موقف دی او دا د خلکو موقف دی».

متقي زیاته کړه چې که داسې کېدل نو شل کاله به یې جکړه نه کوله او نه یې خلک وژل کېدل او دا به منله.

متقي وایي: «کله چې موږ دوحه کې خبرې کولې نو باور وکړئ موږ ټولو په صراحت امریکایانو ته وویل چې موږ ستاسې یو کس هم په نظامي یو نیفورم کې په افغانستان کې نه غواړو.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د بګرام د بېرته اخیستو پر سر ناندرۍ زیاتې شوي او د امریکا ولسمشر طالبانو ته خبرداری ورکړی که بګرام ورنکړي نو بدې پېښې به رامنځته شي.

تازه د روسیې ولسمشر پوتین هم په يو ټويټ پيغام کې د امریکا د ولسمشر څرګندونو ته غبرګون ښودلی او یوه ورځ وړاندې بیا چین غبرګون ښودلی وو.