افغانستانخبرونهراپورونه

یو شمېر کابل ښاریان له غږیزې ککړتیا سر ټکوي

کابل ټیلیګراف – ۳۱ وږي ۱۴۰۴ لمریز کال

یو شمېر کابل ښاریان له غږیزې ککړتیا سر ټکوي او وایي چې د طالبانو له اعلان سره سره لا هم دغې ستونزې ته پام نه دی شوی او باید مخه یې ونیول شي.

غږیزه ککړتیا یا Noise Pollution هغه وخت رامنځته کېږي، چې شاوخوا چاپېریال کې د غږونو شدت، کچه او دوام د انسان د زغملو له حده واوړي او د خلکو په فزیکي او رواني روغتیا منفي اغېزه وکړي.

کابل ښاریان څه وایي؟

د کابل ښار نهمې ناحیې اړوند سیمې یو تن اوسېدونکی، میوند، وایي چې د دوی په سیمه کې د سهار له لمانځه سره غږونه پیل شي او بیا د شپې تر ناوخته پورې دوی ترې ارام نه لري.

دی وایي: «سهار لمانځه ته نه یو پورته شوي چې کثافاتو والا راشي، جنګلي را وباسئ، نیم ساعت وروسته ور پسې آب معدني شروع شي، زمزم اوبه، شکرې درې اوبه، استالف اوبه او داسې نور، لږ وروسته ور پسې د زړو اوسپنو او ایسکریم والا راشي، یاره تر نیمې شپې بس نه یو تر خلاص.»

دی وایي چې طالبان باید په جدي ډول د دې مخنیوی وکړي.

د کابل ښار ۲۱ ناحیې یو تن اوسېدونکی، نجیب‌الله، هم وایي چې دا ستونزه د کابل ښار په ټولو سیمو کې ده.

دی وایي چې طالبانو باید د دې لپاره یو ځانګړی طرزالعمل جوړ کړي، ځکه داسې ژوند او روان وضعیت خلکو لپاره ډېر ستونزمن کېږي.

هغه وایي چې هرڅوک په خپل کور کې ناروغ لري، ستونزې لري او د دې غږونه اورېدل ورته سخت دي.

د کابل ښار د ۱۵ مې ناحیې قصبې سیمې یو تن اوسېدونکی، مهتاب، هم وایي چې بیخي دغې غږیزې ککړتیا ورته رواني ناروغۍ پیدا کړې ده.

دی وایي چې په کابل ښار کې دا ستونزه بیخي زیاته شوې ده او باید مخه یې ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ وړاندې طالبان اعلان وکړ چې نور څوک حق نه لري د خپل توکي د پلور لپاره لاوډسپیکر وکاروي، خو لیدل کیږي چې لا هم دغه ستونزه پر خپل ځای ده او اړین اقدامات نه دي شوي.